د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د امریکا متحدوایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي نن ماسپښین خپل حضور ته ومانه.
جمهوررئیس غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان خپل حضور ته ومانه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 حمل 1398 ساعت 18:07
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د امریکا متحدوایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي نن ماسپښین خپل حضور ته ومانه.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو تروریزم سره د ګډې مبارزې، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني جنرال مک کینزي ته د ښه راغلاست پرمهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو قدرداني او نوموړي ته یې په نوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه.
جنرال مک کینزي وویل، امریکا متحده ایالات د افغانستان حکومت ستراتیژیک همکار دی او کوښښ به وکړو چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، تمویل او تجهیز په برخه کې زیات تمرکز وکړو.
د مطلب کود: 182776