د معلوماتو له مخې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی او په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ننګرهار کې د ماين پاکۍ موټر پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې اووه تنه ټپيان شول
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حمل 1398 ساعت 16:37
د معلوماتو له مخې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی او په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند سلطانزي پلازې ته څېرمه نن ماسپښين شاوخوا درې بجې او پنځلس دقيقې د ماين پاکۍ ډاټسن ډوله موټر پورې د نښلول شوي ماين چاودنې له امله درې مېرمنې او څلور نارينه، چې ټول ملکي وګړي دي او په ياده سيمه کې پلي روان و ټپیان شول.
د مطلب کود: 182955