کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ په نښتو کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 حمل 1398 ساعت 10:03

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې راغلي چې، وسلوالو د واغظ ولسوالۍ اړوند امنیتي پوستو باندې بریدونو کولو پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو له ټینګ مقاومت سره مخ شول چې، په پایله کې (۶) تنه ترهګر وژل شول او (۴) نور ټپیان شول.


د غزني ولایت سیمه ییز چارواکو وویل چې، په تېرو (۲۴) ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ د غزني ولایت د مرکز او واغظ ولسوالۍ اړوند قلعه قاضي، اسفنده , قلعه کلوخک،جنگل باغ ،قلعه آزاد خان سیمو کې نښتې شوې دي چې، له امله یې (۱۰) ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې راغلي چې، وسلوالو د واغظ ولسوالۍ اړوند امنیتي پوستو باندې بریدونو کولو پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو له ټینګ مقاومت سره مخ شول چې، په پایله کې (۶) تنه ترهګر وژل شول او (۴) نور ټپیان شول.
د اعلامیې لیکي چې، پدې نښتو کې د ملي پولیسو (۴) سرتیرو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.


د مطلب کود: 183000

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183000/په-غزني-کې-د-افغان-امنیتي-ځواکونو-او-وسلوالو-تر-منځ-نښتو-دواړو-خواو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com