دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 183000
په غزني کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ په نښتو کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې راغلي چې، وسلوالو د واغظ ولسوالۍ اړوند امنیتي پوستو باندې بریدونو کولو پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو له ټینګ مقاومت سره مخ شول چې، په پایله کې (۶) تنه ترهګر وژل شول او (۴) نور ټپیان شول.
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکو وویل چې، په تېرو (۲۴) ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ د غزني ولایت د مرکز او واغظ ولسوالۍ اړوند قلعه قاضي، اسفنده , قلعه کلوخک،جنگل باغ ،قلعه آزاد خان سیمو کې نښتې شوې دي چې، له امله یې (۱۰) ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې راغلي چې، وسلوالو د واغظ ولسوالۍ اړوند امنیتي پوستو باندې بریدونو کولو پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو له ټینګ مقاومت سره مخ شول چې، په پایله کې (۶) تنه ترهګر وژل شول او (۴) نور ټپیان شول.
د اعلامیې لیکي چې، پدې نښتو کې د ملي پولیسو (۴) سرتیرو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvxnzv23n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته