د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل ښار کې یې د یوې ترهګریزې پیښې مخه نیولې ده .
کابل ښار کې د یوې ترهګریز برید مخه نیول شوی
21 حمل 1398 ساعت 15:52
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل ښار کې یې د یوې ترهګریزې پیښې مخه نیولې ده .
د کورنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، پولیسو د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودلو مخه نیولې او ماین ین یې شنډ کړی دی.
خبر پاڼه زیاتوي، یاد ماین د عمومي سړک په اوږدو کې ځای پر ځای شوی و، چې د موبایل په وسیله کنټرولېده، له چاودلو مخکې د پولیسو له لوري کشف او شنډ شوی دی.
د مطلب کود: 183031