کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان د سمنګان-مزارشریف لاری څخه ۶۰ موټرچلوونکې تښتولی

22 حمل 1398 ساعت 14:19

نن سهار(پنجشنبه ۲۲ حمل) ۷ بجی طالبان د کوتل ریګ په سیمه کې ۶۰ موټر چلوونکې د موټرونو څخه پیاده کړی او د ځان سره وړی.



رازمحمد سناتور د سمنګان ولایتی شورا رییس د آوا خبرګزاری په مصاحبه کې وویل چی طالبان نن سهار ۷ بجی په شاوخوا هغه موټرونه چی د دره صوف له لوری مزارشریف لوری ته حرکت کی وو د سمنګان کوتل ریګ په سیمه کې درولی او ۶۰ تنه موتر چلوونکې د ځان سره نامعلوم ځای ته وړی دی.
هغه زیاته کړه چی نږدی ۱۰۰ موترونه د لاری په اوږدو کې ولاړ دی او موټرچلوونکې حضور نه لری.
ښاغلی سناتور حکومت ددی موټر چلوونکې امنیت ساتلو کې بی توجه وبلل او زیاته کړه چی ډیر ځلې طالبان موټرچلوونکې ددی لاری څخه د ځان سره وړی او هغوی پیسی اخیستی خو حکومت تراوسه کوم توجه ورته نه دی کړی.
 


د مطلب کود: 183082

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183082/طالبان-د-سمنګان-مزارشریف-لاری-څخه-۶۰-موټرچلوونکې-تښتولی

آوا
  https://www.avapress.com