کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 حمل 1398 ساعت 17:37

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت د ګیلان، اندړو، خوګیاڼو او آب بند ولسوالیو په اړوندو کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.



په لومړي اقدام کې افغان ځواکونو تیره شپه د ګیلان ولسوالۍ په جهانګیر بازار سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې لس(۱۰) تنه وسله وال وژل شوي او څلور(۴) تنه یی ژوندي نیول شوي دي، دغه راز د طالبانو اړوند یو فولډر موټر هم له منځه وړل شوی دی.
بلخوا تیره ورځ د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې یو(۱) طالب وژل شوی او څلور(۴) تنه ټپیان شوي دي.
دغه راز تیره ورځ د خوګیاڼو او آب بند ولسوالیو په اړوندو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو کې دوه(۲) تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته(۸) تنه ټپیان شوي دي. په یادو پیښو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان ندی اوښتی.
 


د مطلب کود: 183195

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183195/غزني-کې-۲۵-وسله-والو-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com