کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار والي وایي، د کوکنارو کښت د تېرو کلونو په پرتله پنځوس سلنه راټيټ شوی .

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 حمل 1398 ساعت 18:06

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي، د دې ولایت په زیات شمېر ولسوالیو کې يې د کوکنارو د اړولو کماپینونه پیل کړي چې تر دا مهال په سلګونه هکټاره ځمکه د کوکنار له کښت پاکه شوې ده.



نوموړي زیاتوي تېر کال ننګرهار کې پر ۱۸ زره هکټاره ځمکه د کوکنار کښت شوی وو خو سږنی کال په کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی،چې لامل یې په لرو پرتو سیمو کې د حکومت د حاکمیت ساحې پراخوالی دی .
هغه وایي، په ۱۱ ولسوالیو کې د کوکنارو اړلو کمپیانونه روان دي چې تر دا مهال په کې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې ده او په راتلوونکی کال کې پلان لري چې تر کښت وړاندې يې مخه ونیسی.
د سره رود ولسوالۍ د بر سلطانپور سيمې يوه کروند محمد انور هم وويل که حکومت يې نورو حاصلاتو ته د بازار موندنې زمينه برابره کړي؛ نو هېڅ کروندګر به په خپلو ځمکو کوکنار ونه کري.
خو د ننګرهار ولايتي اداره وايي چې د سبزيجاتو د بازار موندنې او دغه راز کروندګرو ته د بديل معشيت بېلابېل پروګرامونه پلان شوي چې ځينې يې پيل او ځېنې به راتلونکي کې ترسره شي


د مطلب کود: 183198

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183198/ننګرهار-والي-وایي-د-کوکنارو-کښت-تېرو-کلونو-په-پرتله-پنځوس-سلنه-راټيټ-شوی

آوا
  https://www.avapress.com