نوموړي زیاتوي تېر کال ننګرهار کې پر ۱۸ زره هکټاره ځمکه د کوکنار کښت شوی وو خو سږنی کال په کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی،چې لامل یې په لرو پرتو سیمو کې د حکومت د حاکمیت ساحې پراخوالی دی .
هغه وایي، په ۱۱ ولسوالیو کې د کوکنارو اړلو کمپیانونه روان دي چې تر دا مهال په کې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې ده او په راتلوونکی کال کې پلان لري چې تر کښت وړاندې يې مخه ونیسی.
د سره رود ولسوالۍ د بر سلطانپور سيمې يوه کروند محمد انور هم وويل که حکومت يې نورو حاصلاتو ته د بازار موندنې زمينه برابره کړي؛ نو هېڅ کروندګر به په خپلو ځمکو کوکنار ونه کري.
خو د ننګرهار ولايتي اداره وايي چې د سبزيجاتو د بازار موندنې او دغه راز کروندګرو ته د بديل معشيت بېلابېل پروګرامونه پلان شوي چې ځينې يې پيل او ځېنې به راتلونکي کې ترسره شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)