کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مصر له بنسټپالنې سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ اعلان وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 حمل 1398 ساعت 11:54

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن وروسته له غرمې کابل کې د مصر له مېشت سفیر ښاغلي هاني صلاح سره وکتل.


په دې کتنه کې ښاغلي هاني صلاح وویل، هېواد يې چمتو دی تر څو په امنیتي، لوړو زده کړو، اسلامي او فرهنګي زده کړو او له ترهګرۍ سره مبارزې برخو کې افغانستان سره همکاري وکړي.
دواړو خواوو همدا راز افغانستان کې د تاوتریخوالي او بنسټپالنې د له منځه وړلو په څرنګوالي خبرې وکړې او د مصر سفیر د خپل هېواد د اوږدمهاله مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار هم افغانستان کې د بنسټبالنې په مهار او مخنیوي کې د مصر رول ګټور یاد کړ او له افغان ځوانانو سره يې د زده کړو برخه کې د یاد هېواد همکاري وستایله.
 


د مطلب کود: 183248

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183248/مصر-له-بنسټپالنې-سره-د-مبارزې-برخه-کې-افغانستان-همکارۍ-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com