کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ ماڼۍ: قطر حکومت دغه کړنه چی دوحه کنفرانس کې ګډون لپاره افغانانو پلاوی دوی وټاکي د منلو وړ نه دی

30 حمل 1398 ساعت 18:48

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ پرون پنجشنبه د شپې ناوخته یوه اعلامیه خپره کړې او پکې ویل شوي:” پرون د هېواد یو شمېر سیاسي مشرانو د جمهور رئیس سره په یوه ګډه ناسته کې تصمیم ونیولو چې د قطر حکومت دغه کړنه چې د افغانانو پلاوی دې دوی وټاکي د منلو وړ ندی او دوی پریکړه وکړه چې د قطر حکومت څخه وغوښتل شي چې په کنفرانس کې به د افغانستان لخوا ټاکل شوی پلاوی ګډون کوي”.



د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي،” حکومت او د هیواد سیاسي مشران د سولې لپاره ژمن دي او په یو غږ یې د دوحې کنفرانس کې د ګډون لپاره خپل پلاوي د سولې سفیران وبلل .
وروسته له هغې چې د پلاوي د تګ ټولې تیارۍ بشپړې شوې په تعجب سره باید ووایو چې پرون شپه د قطر څخه یو نوی لست چې د ولس د متوازن شمولیت څخه بې برخې وو او د افغانستان د خلکو ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامی په مانا وو، راوستول شو چې دغه کار د افغان ولس لپاره د منلو وړ نه و”.
 


د مطلب کود: 183639

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183639/ارګ-ماڼۍ-قطر-حکومت-دغه-کړنه-چی-دوحه-کنفرانس-کې-ګډون-لپاره-افغانانو-پلاوی-دوی-وټاکي-د-منلو-وړ-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com