کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د یوه قومندان په ګډون ۳۶ طالب جنګیالي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 ثور 1398 ساعت 15:30

په غزني ولایت کې د ګډو ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې، چې د افغان او پرېکنده ماموریت ځواکونو له هوایي ملاتړه برخمن ول؛ د یوه قومندان په ګډون ۳۶ طالب جنګیالي وژل شوي دي.



د غزني والي ویاند عارف نوري ویلي؛ دغه عملیات د غزني ولایت د مرکز په ګډون د اندړ، آب بند، ناوه او ده یک ولسوالیو کې ترسره شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې ځمکنیو او هوایي بریدونو کې د طالب قومندان ملا رمضان په ګډون ۳۶ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
 


د مطلب کود: 183885

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183885/په-غزني-کې-د-یوه-قومندان-ګډون-۳۶-طالب-جنګیالي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com