په غزني ولایت کې د ګډو ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې، چې د افغان او پرېکنده ماموریت ځواکونو له هوایي ملاتړه برخمن ول؛ د یوه قومندان په ګډون ۳۶ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د غزني والي ویاند عارف نوري ویلي؛ دغه عملیات د غزني ولایت د مرکز په ګډون د اندړ، آب بند، ناوه او ده یک ولسوالیو کې ترسره شوي دي. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې ځمکنیو او هوایي بریدونو کې د طالب قومندان ملا رمضان په ګډون ۳۶ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)