کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د یو ماین جوړوونکي په ګډون۷ طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 ثور 1398 ساعت 15:01

په غزني کې د ائتلافي ځواکونو پر هوایي بریدونو د یو ماین جوړوونکي په ګډون۷ طالبان وژل شوي دي.



د غزني والي ویاند محمد عارف نوري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې دغه طالب جنګیالي د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو په څلور هوایي بریدونو کې تېرمازیګر( د غویی ۷) د دغه ولایت د ګیرو او اندړ ولسوالیو په اړوند سیمو کې وژل شوي دي.   
د ښاغلي نوري د څرګندونو له مخې؛ د ګیرو ولسوالۍ په ادینه کلي کې د طالبانو پر یوه تکړه ماین جوړوونکی جلالزی نومي هوایي برید شوی، چې د یادې ولسوالۍ د دیسي کلي اوسیدونکی و.  
هغه زیاته کړې، چې پر پاتې درې نورو بریدونو د اندړ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې شپږ نور وسلوال طالبان  وژل شوي دي.
طالبانو تر دې دمه د دغو بریدونو او زیانونو په اړه څه ندي ویلي.
دغه راز د غزني والي ویاند نوري څرګنده کړې؛ عبدالخالق نومی، چې د قره باغ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی د ملي امنیت د ځواکونو لخوا د یو لړ بریدونو پر تور نیول شوی دی.
د نوموړي په وینا؛ نیول شوی کس ملا روحاني(ملاکیبل) ته نږدې کس و، چې د دې ولایت په نو آباد سیمه کې یې د ماین ایښودنې په څو پېښو کې لاس درلود او خپل جرمونه یې منلي هم دي.
 


د مطلب کود: 184122

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184122/په-غزني-کې-د-یو-ماین-جوړوونکي-ګډون۷-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com