کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سادات: په کابل کې د طالبانو او داعش لسګونه مشکوک غړي نیول شوي

ازادی رادیو , 14 ثور 1398 ساعت 9:06

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو او داعش هغه لسګونه مشکوک غړي یې نیولي دي چې هڅه يې کوله د مشورتي لويې جرګې امنیت خراب کړي.



د دې وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات پرون د مشورتي لويې جرګې تر پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل:
"مونږ دوه دېرش عملیات وکړل، د داعش او طالبانو د ډلو پر ضد مو چې غوښتل يې لویه جرګه ګډه وډه کړي، د شپې او د نیونو خاص عملیات وکړل."
مشورتي لویه جرګه پرون د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره چې په کې پر سوله، اوربند، بین الافغاني خبرو او د افغانستان اساسي قانون او د وګړو اساسي حقونو ته په درناوي ټینګار شوی دی، پای ته ورسېده.
 


د مطلب کود: 184440

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184440/سادات-په-کابل-کې-د-طالبانو-او-داعش-لسګونه-مشکوک-غړي-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com