کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس غني د پاکستان لومړي وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې

جمهوررئیس غني د پاکستان لومړي وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې , 15 ثور 1398 ساعت 17:47

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښين د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره په ټلیفوني تماس کې د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییز اتصال په اړه بحث او خبرې وکړې.



د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې هیواد یې هر ډول همکارۍ ته چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین بدله شي چمتو دی، نوموړي زیاته کړه، د جمهوررئیس غني اقتصاد محور لید او فکر او سیمه ییز اتصال سره توافق لري او اړتیا ده چې د دواړو هیوادونو د پلاویو په کچه د تخنیکي مسایلو په اړه خبرې وشي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له جمهوررئیس غني څخه وغوښتل چې د تفصیلي بحث او د اقتصادي مسایلو او سیمه ییز اتصال په اړه د تفصیلي بحث لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
د هیواد جمهوررئیس د افغانستان دسولې بهیر کې د پاکستان د لومړي وزیر د ژمنتیا قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، موږ د اقتصاد او سیمه ییز اتصال پر محور د نوې ایجاد شوې روحیې هرکلی کوو.
جمهوررئیس غني همدارنګه د پاکستان د لومړي وزیر بلنه ومنله او وې ویل، د دواړو هیوادونو له ډيپلوماتیکو لارو دې پاکستان ته د سفر مناسبه او مشخصه نېټه وټاکل شي.  
 


د مطلب کود: 184565

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184565/جمهوررئیس-غني-د-پاکستان-لومړي-وزیر-سره-ټلیفوني-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com