کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان ځانګړو ځواکونو د ځمکني او هوایي عملیاتو پر مهال د ۴۷ طالب وسله والو وژل کیدل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 ثور 1398 ساعت 13:04

افغان نظامي چارواکي وایي، د ځانګړو ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې په کندهار، هلمند، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.



خامه پریس خبري اژانس ته د رالیږل شوې خبر پاڼې له مخې، د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د کندهار په بیلا بیلو سیمو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي.
د خبر پاڼې په حواله،د پکتیا ولایت په زرمت کې د طالبانو پر یوه مرکز برید کې ۱۱ طالب وسله وال، د پکتیکا ولایت په ډېله ولسوالۍ کې ۳ طالب وسله وال او د هلمند ولایت په ناد علي ولسوالۍ ۴ طالب وسله وال وژل شوي دي.


د مطلب کود: 184656

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184656/د-افغان-ځانګړو-ځواکونو-ځمکني-او-هوایي-عملیاتو-پر-مهال-۴۷-طالب-وسله-والو-وژل-کیدل

آوا
  https://www.avapress.com