دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 184656
د افغان ځانګړو ځواکونو د ځمکني او هوایي عملیاتو پر مهال د ۴۷ طالب وسله والو وژل کیدل
افغان نظامي چارواکي وایي، د ځانګړو ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې په کندهار، هلمند، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خامه پریس خبري اژانس ته د رالیږل شوې خبر پاڼې له مخې، د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د کندهار په بیلا بیلو سیمو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي.
د خبر پاڼې په حواله،د پکتیا ولایت په زرمت کې د طالبانو پر یوه مرکز برید کې ۱۱ طالب وسله وال، د پکتیکا ولایت په ډېله ولسوالۍ کې ۳ طالب وسله وال او د هلمند ولایت په ناد علي ولسوالۍ ۴ طالب وسله وال وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftjdyvw6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته