کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان ۵ تنه سیمه ایز پولیس په سرپل کې تښتولي

27 ثور 1398 ساعت 11:40

طالبان تیره ورځ(۲۶ ثور) ۵ تنه سیمه ایز پولیس د سانچارک ولسوالی تکزاز کلۍ څخه چی سرپل مرکز لوری ته په حرکت وو، وتښتول.



 
د آوا په ګزارش سره، سید محمد آقا، د سرپل ولایت سانچارک ولسوالی اوسیدونکې د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وایی چی دا پنځه تنه سیمه ایز پولیس د سانچارک ولسوالی تکزار کلۍ اوسیدونکې وو چی د طالبانو کمین سره مخ شو.
د هغه په وینا، طالبان دا ۵ تنه د ځان سره وړی دی.
ذبیح الله امانی؛ د سرپل والی ویاند ددی خبر تایید ترڅنګ وایی چی تراوسه ددی خبر په اړه نور جزییات په لاس کې نشته.
دا په داسی حال کې دی چی طالبانو څو ورځې مخکې هم دوه تنه چی یو یی موټر چلوونکې او بل دوکاندار وو د سانچارک ولسوالی څخه سرپل مرکز ته لاره کې وتښتول.
 


د مطلب کود: 185217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185217/طالبان-۵-تنه-سیمه-ایز-پولیس-په-سرپل-کې-تښتولي

آوا
  https://www.avapress.com