کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۱ افغان پیلوټانو د بلک هاک چورلکو مسلکي روزنه ترلاسه کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 ثور 1398 ساعت 14:47

د افغان پیلوټانو یوې ۱۱ کسیزې او د توپچي ۱۵ کسیزې ډلې په کندهار ولایت کې د روانې میاشتې په لړ کې د بلک هاک چورلکو مسلکي زده کړې ترسره کړې.



دغو کسانو خپل فراغت سندونه په یو لړ مراسمو کې چې د هوايي ځواک قومندان جنرا عبدالفهیم رامین او د کندهار د هوايي ځواک قومندان جنرال عبدالرازق شیرزي او نړیوالو همکارانو حضور درلود ترلاسه کړل.
د پرېکنده ملاتړ ماموریت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې ډېری دغه پیلوټان له دوه میاشتني روزنیزې دورې وروسته د ماموریت یو بلې دورې د روزنې لپاره کندهار ته استول شوي دي.
ډېری دغه پیلوټان د مي ۱۷ روسي چورلکو د تجربې مخینه لري او د امریکايي قراردادي روزونکو او د ناټو غړو هېوادونو تر څارنې او مشورې لاندې وو.
پرېکنده ملاتړ ماموریت وايي چې ناټو د ځواکمنې افغان هوايي ځواکونو رامنځته کېدو ته ژمن دی.
د ناټو په خبرپاڼه کې راغلي دي:«موږ له خپلو هېوادونو ساتنه کوو. افغانستان باید بیا د ترهګرو په امن‎پټن ځای بدل نه شي.» 
 


د مطلب کود: 185277

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185277/۱۱-افغان-پیلوټانو-د-بلک-هاک-چورلکو-مسلکي-روزنه-ترلاسه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com