کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او انګلستان د کریکټ تمریناتي لوبه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 جوزا 1398 ساعت 13:50

افغانستان د ۲۰۱۹ زیږدز کال د کریکټ نړیوال جام په تمریناتي لوبو کې له انګلستان سره لوبه کوي.



ټاکل شوې دا لوبه سبا(دوشنبې دغبرګولي په ۶مه نېته) ترسره شي.
د انګلستان او افغانستان لوبه به د کابل پر وخت له غرمې وروسته کابو ۲بجې پیل شي.
یادو لوبډلو په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې سره دوې سیالۍ درلودې چې د انګلستان په ګټه پای ته رسېدلې وې.
دا په داسې حال کې ده چې (د غبرګولي په ۳مه نېټه) د کريکټ نړیوال جام تمریناتي سیالو کې افغانستان پاکستان ته په دریو ويکټو ماتې ورکړه.
‎د پاکستان لوبډلې د سیالۍ پچه وګټله او د منډو د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه چې په دې سره یې د افغانستان لوبډلې ته ۴۸ اوورنو کې د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.‌
په دې سره افغانستان له پاکستانه د دریوو ویکټو په توپير سره لوبه وګټله همداراز انګلستان هم خپله تمریناتي لوبه د ۱۲ منډو په توپیر اسټرالیا ته بایللې ده.
 


د مطلب کود: 185809

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185809/د-افغانستان-او-انګلستان-کریکټ-تمریناتي-لوبه

آوا
  https://www.avapress.com