کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان سیاسیون او طالبان د افغانستان او روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مراسمو کې ګډون کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 جوزا 1398 ساعت 11:40

ټاکل شوې نن سه شنبه په مسکو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه د یو شمېر افغان سیاسي څېرو او طالب استازو په حضور کې لمانځل شي.



پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر او شاوخوا شل نورې سیاسي څیري به په دغه مراسمو کې ګډون وکړي.
ورته مهال د سولې عالي شورا تاییدوي چې د دې شورا مشر کریم خلیلي به هم مسکو ته ولاړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په مسکو کې به د افغانستان سفیر د افغانستان حکومت په استازیتوب په دغه مراسمو کې ګډون وکړي.
د طالبانو د خبرپاڼې پربنسټ، د دغې ډلې د سیاسي چارو مرستیال او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اپه شمول ۱۴ طالب استازي پدې ناسته کې ګډون کوي.
ټاکل شوې د چارشنبې په ورځ له افغان سیاسیون او طالب استازي په خپلو کې سره ناسته وکړي.
تر دې وړاندې سږ کال د فبرورۍ په میاشت کې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو او فعالانو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته وشوه، چې وروسته د افغان حکومت له مخالفت او نیوکو سره مخ شوه
 


د مطلب کود: 185889

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185889/افغان-سیاسیون-او-طالبان-د-افغانستان-روسیې-دیپلوماتیکو-اړیکو-سلمې-کلیزې-په-مراسمو-کې-ګډون-کوي

آوا
  https://www.avapress.com