کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کمانډو ځواکونو زابل کې د ترهګرو زندان مات کړی، د دولتي سرتیرو په ګډون ۲۸ زندانیان یې خلاص کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 جوزا 1398 ساعت 11:10

د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات شوی، د امنیتي سرتیرو په ګډون ۲۸ زندانیان ترې را خوشي کړل شوي دي.



د ملي دفاع وزارت له لوري په  دې اړه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،:” د کمانډو ځواکونو د دغو عملیاتو پر مهال په را خوشي شوو  ۲۸ زندانیانو کې ۱۶ ملکي وګړي او ۱۲ د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتیري شامل دي”.
خبر پاڼه زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې ۲ طالب وسله وال هم وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 185988

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185988/کمانډو-ځواکونو-زابل-کې-د-ترهګرو-زندان-مات-کړی-دولتي-سرتیرو-په-ګډون-۲۸-زندانیان-یې-خلاص-کړي

آوا
  https://www.avapress.com