دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 185988
کمانډو ځواکونو زابل کې د ترهګرو زندان مات کړی، د دولتي سرتیرو په ګډون ۲۸ زندانیان یې خلاص کړي
د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات شوی، د امنیتي سرتیرو په ګډون ۲۸ زندانیان ترې را خوشي کړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په  دې اړه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،:” د کمانډو ځواکونو د دغو عملیاتو پر مهال په را خوشي شوو  ۲۸ زندانیانو کې ۱۶ ملکي وګړي او ۱۲ د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتیري شامل دي”.
خبر پاڼه زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې ۲ طالب وسله وال هم وژل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevn8zvjh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته