پکتیا سیمه ایز چارواکې وایی چی ۷ تنه سړي تښتوونکې چی یو کوچنۍ یی تښتولي وو په دی ولایت کې نیول شوي او کوچنۍ هم ژغورل شوی دی.
په پکتیا کې ۷ تنه سړي تښتوونکی نیول شوي او یو کوچنۍ ورڅخه ژغورل شوي
9 جوزا 1398 ساعت 12:53
پکتیا سیمه ایز چارواکې وایی چی ۷ تنه سړي تښتوونکې چی یو کوچنۍ یی تښتولي وو په دی ولایت کې نیول شوي او کوچنۍ هم ژغورل شوی دی.
د آوا په ګزارش سره، نن پنجشنبه د جوزا په ۹ نیټه د پکتیا والی مطبوعاتی دفتر د یو بیانیه په خپرولو سره ویلی دی چی ملی امنیت ځواکونه تیره ورځ توانیدلی چی ۷ تنه سړي تښتوونکې ونیسی او یو کوچنۍ ځینی وژغوری.
د اعلامیه په اساس یو ۶ کلن کوچنۍ د اقبال په نامه چی مخکې د احمد آباد ولسوالی همت خیل سیمې څخه سړي تښتوونکو تښتولي وو هم د هغوی څخه ژغورلی دی.
سړي تښتوونکې ددی کوچنۍ په بدل کې دهغه کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کړی وو.
نیول شوی کسان خپل جرم باندی اعتراف کړی دی.
د مطلب کود: 185998