دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 185998
په پکتیا کې ۷ تنه سړي تښتوونکی نیول شوي او یو کوچنۍ ورڅخه ژغورل شوي
پکتیا سیمه ایز چارواکې وایی چی ۷ تنه سړي تښتوونکې چی یو کوچنۍ یی تښتولي وو په دی ولایت کې نیول شوي او کوچنۍ هم ژغورل شوی دی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نن پنجشنبه د جوزا په ۹ نیټه د پکتیا والی مطبوعاتی دفتر د یو بیانیه په خپرولو سره ویلی دی چی ملی امنیت ځواکونه تیره ورځ توانیدلی چی ۷ تنه سړي تښتوونکې ونیسی او یو کوچنۍ ځینی وژغوری.

د اعلامیه په اساس یو ۶ کلن کوچنۍ د اقبال په نامه چی مخکې د احمد آباد ولسوالی همت خیل سیمې څخه سړي تښتوونکو تښتولي وو هم د هغوی څخه ژغورلی دی.

سړي تښتوونکې ددی کوچنۍ په بدل کې دهغه کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کړی وو.

نیول شوی کسان خپل جرم باندی اعتراف کړی دی.

https://avapress.com/vdcf1tdycw6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته