کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمي خلیلزاد د سیمې او اروپایي هېوادونو د سفرونو اووم پړاو پیل کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 جوزا 1398 ساعت 12:30

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سیمې او اروپایي هېوادونو د سفرونو د اووم پړاو په پیلېدو سره ویلي چې د افغانستان د سولي پروسه ګړندۍ کېدل غواړي.



د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په واشنګټن کې تر دوو اوونیو تم کېدو وروسته څو هېوادونو ته خپل بل سفر پیل کړ.
زلمي خلیلزاد د جون د میاشتې په لومړۍ نېټه د شنبې په ماښام پر ټوېټر ولیکل چې په تېره یوه میاشت کې یې ډېر پرمختګونه درلودل.
د ښاغلي خلیلزاد په خبره، په دې سفر کې به دی د افغانستان د سولي پروسې د ګړندي کېدو غوښتونکی وي.
د امریکا ځانګړي استازي پر ټوېټر په دوهم پیغام کې لیکلي چې په مشخص ډول پر دوو موضوعاتو تمرکز کوي، لومړی د سولې لپاره د سیمې او نړۍ مدغمېدل او دوهم د دوو لورو ترمنځ د سولې د چوکاټ د وروستي کېدو لپاره هڅې دي.
زلمي خلیلزاد ویلي چې په دې برخو کې پرمختګونه شوي او دی خوشبین دی.
ښاغلي خلیلزاد همداراز لیکلي چې هره بریا د ټولو اړخونو له لوري انعطاف ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 186148

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186148/زلمي-خلیلزاد-د-سیمې-او-اروپایي-هېوادونو-سفرونو-اووم-پړاو-پیل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com