کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قاسم جومارت توقایف د قزاقستان نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه

22 جوزا 1398 ساعت 12:59

قاسم جومارت توقايف د قزاقستان د نوي ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.



دى د هغو انتخاباتو ګټونکى اعلان شو چې نړيوالو څارونکو په‌کې د رأی ورکولو پر مهال د پراخو سرغړونو راپور ورکړى دى.
د انتخاباتو پر مهال په سلګونو سوله‌ييز اعتراض کوونکي د حکومت له‌خوا ونيول شول.
توقايف چې پخواني مستبد ولسمشر نور سلطان نظربايف د خپل ځايناستي په توګه غوره کړى و، نن د چهارشنبې په ورځ د وفادارۍ لوړه وکړه.
د لوړې مراسم د پلازمېنې نورسلطان د خپلواکۍ په نوم ماڼۍ کې جوړ شوي وو.
د قزاقستان د پلازمېنې نوم په‌دې وروستيو کې له استانې څخه نورسطان ته اړول شوى دى.
د انتخاباتو وروستي نتايج ښيې چې ٦٦ کلن توقايف د تېرې يکشنبې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په سلو کې يو اويا رأی ګټلي دي.


د مطلب کود: 186597

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186597/قاسم-جومارت-توقایف-د-قزاقستان-نوي-ولسمشر-په-توګه-لوړه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com