کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار ولایت کې تراوسه زرو کسانو ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړي

23 جوزا 1398 ساعت 15:32

په کندهار کې تر اوسه زرو کسانو د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.



د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر هاشم دُراني په دی اړه رسنیو ته وویل، په تېرو پنځو ورځو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې شاوخوا زرو تنو نوم‌لېکنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، دا هغه کسان دي چې تازه اتلس کلن شوي، یا له نورو ولایتونو کندهار ته تللي او یا هم په تېر پړاو کې د بېلابېلو لاملونو له کبله له نوم‌لېکنې پاتې شوي وو.
پنځه ورځې مخکې د غبرګولي په ۱۸مه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم‌لېکنې لړۍ پيل شوې وه.
د کندهار پر کچه د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم‌لېکنې لپاره ۲۸ مرکزونه ځانګړي شوي چې په ټولو ۱۷ ولسوالیو کې یو- یو مرکز او په کندهار ښار کې به ۱۱ مرکزونه پرانېستې وي.


د مطلب کود: 186666

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186666/په-کندهار-ولایت-کې-تراوسه-زرو-کسانو-ولسمشرۍ-راتلونکو-ټاکنو-لپاره-نوم-لیکنه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com