کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډاکټر محب: د امنیتي وضعیت د بهبود او د بې اسنادو وسایطو ټولولو لپاره عاجل اقدام وکړئ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سرطان 1398 ساعت 9:34

د امنیتي سکټور ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوه چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د ملي امنیت عمومي رییس، د ملي دفاع وزارت مرستيال او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې رئيس هم په کې حضور درلود.



لومړی د امنیتي سکټور رهبرۍ، جلسې ته د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو د امنیتي وضعیت په تړاو راپور وړاندې او ډاډ یې ورکړ چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېوادوالو امنیت تامین ته بشپړ چمتووالی لري.
د هېواد ملي امنیت سلاکار د امنیت ټینګښت، له وطن د دفاع او د افغانستان د خلکو له دښمنانو سره د مبارزې په خاطر د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې.
یاده جلسه کې امنیتي ارګانونو ته هدایت ورکړل شو چې د امنیتي وضعیت لا ښه والي لپاره خپلې هڅې چټکې کړي او همدا شان د بې اسنادو او تورو ښیښو وسایطو او ناقانونه وسلو د ټولولو په هدف عاجل اقدام وکړ
 


د مطلب کود: 187248

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187248/ډاکټر-محب-د-امنیتي-وضعیت-بهبود-او-بې-اسنادو-وسایطو-ټولولو-لپاره-عاجل-اقدام-وکړئ

آوا
  https://www.avapress.com