دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 187248
ډاکټر محب: د امنیتي وضعیت د بهبود او د بې اسنادو وسایطو ټولولو لپاره عاجل اقدام وکړئ
د امنیتي سکټور ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوه چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د ملي امنیت عمومي رییس، د ملي دفاع وزارت مرستيال او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې رئيس هم په کې حضور درلود.

لومړی د امنیتي سکټور رهبرۍ، جلسې ته د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو د امنیتي وضعیت په تړاو راپور وړاندې او ډاډ یې ورکړ چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېوادوالو امنیت تامین ته بشپړ چمتووالی لري.
د هېواد ملي امنیت سلاکار د امنیت ټینګښت، له وطن د دفاع او د افغانستان د خلکو له دښمنانو سره د مبارزې په خاطر د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې.
یاده جلسه کې امنیتي ارګانونو ته هدایت ورکړل شو چې د امنیتي وضعیت لا ښه والي لپاره خپلې هڅې چټکې کړي او همدا شان د بې اسنادو او تورو ښیښو وسایطو او ناقانونه وسلو د ټولولو په هدف عاجل اقدام وکړ
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjedycw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته