کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قزاقستان کې په یوه پوځي ډیپو کې چاودنه لسکونه کسان ټپیان کړي

3 سرطان 1398 ساعت 20:19

په قزاقستان کې په یوه پوځي ډیپو کې په یوه لویه چاودنه کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.



د قزاقستان دفاع وزارت وویل چې دا پېښه نن د دوشنبې په ورځ په جنوبي ښار اریس کې هغه مهال شوې چې د ډیپو د ننه اور ولګېد.
د اور د لګېدو علت تراوسه نه‌دی معلوم.
د ۵ ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه پهدې پیښه کې ټپیان شوي چې اوس یې په روغتون کې درملنه کیږي.
د شمکینټ روغتون چارواکو د درې ټپیانو وضعیت خطرناک بللی دی.
د اریس د سیمې چارواکو ویلي د پېښې ځای ته نژدې سیمو څخه یې ۴۵ کسان ایستلي دي.
 


د مطلب کود: 187295

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187295/قزاقستان-کې-په-یوه-پوځي-ډیپو-چاودنه-لسکونه-کسان-ټپیان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com