کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس غني پاکستان ته د خپل سفر په اړه د نظر خاوندانو سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 سرطان 1398 ساعت 12:13

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر له یو شمېر سیاسي او سیمه ییزو کارپوهانو، د پوهنتون استادانو او خبریالانو سره، پاکستان ته د خپل سفر د موخو په اړه خبرې وکړې.



د هیواد جمهوررئیس د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ، امنیت او سولې په اړه  له پاکستاني چارواکو سره هراړخیز بحثونه، پاکستان ته د خپل سفر موخه وبلله او وې ویل، مخکې هم پاکستاني مقاماتو بلنې ورکړې وې، خو دا سفر د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د غوښتنې پر بنسټ کېږي.

په دې کتنه کې ګډونوالو له جمهوررئیس څخه د مننې ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه خپل لیدلوري، نظریات او وړاندېزونه هم ورسره شریک کړل.
 


د مطلب کود: 187367

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187367/جمهوررئیس-غني-پاکستان-ته-د-خپل-سفر-په-اړه-نظر-خاوندانو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com