کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار خاکرېز ولسوالۍ کې امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۴ پولیس او ۱۵ طالبان وژل شوي

6 سرطان 1398 ساعت 19:23

د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې ۴ پولیس او ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي.



د کندهار د خاکرېز امنیه قوماندان نظر علي رسنیو ته په دی اړه وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ په ډب خاکرېز سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ.
د نظر علي په وینا په‌دغه جګړه کې چې تر سهاره‌يې دوام وکړ، څلور پولیس او ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي، دوه پولیس او د ۲ قوماندانانو په ګډن ۸ وسله‌وال طالبان ټپیان شوي دي.
وسله‌والو طالبانو په‌دغه جګړه کې د ۱۴ پولیسو د وژل کېدو او یوه پولیس د ژوندي نیول کېدو ادعا کړې ده.


د مطلب کود: 187460

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187460/کندهار-خاکرېز-ولسوالۍ-کې-امنیتی-ځواکونو-او-وسله-والو-طالبانو-ترمنځ-نښته-۴-پولیس-۱۵-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com