کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دولت مسلح مخالفینو یو ۹ کسیزه ډله بغلان پولیسو ته تسلیم شو

7 سرطان 1398 ساعت 11:22

بغلان پولیس وایی چی د دولت مسلح مخالفینو یو ۹ کسیزه ډله تیره ورځ(۶ سرطان) په دی ولایت کې پولیسو ته تسلیم شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، سمونوال نیازمحمد نیازمند، د بغلان ولایت پولیسو قومانده ددی خبری په تائید سره آوا خبرنګار ته وویل، د دولت مسلح مخالفینو یو ۹ کسیزه ډله د خپل ۸ میل اسلحو سره بغلان پولیسو ته تسلیم شو.
هغه وایی، ددی ډلې مشر ګل باز د شیخ جلال او جرخشک کلیو څخه دی.
ښاغلی نیازمند وایی چی یاد ډله د هیواد نافذه قوانینو قبلولو او حقانیت پوهیدو سره د ورور وژنې او خرابکارانه اعمالو څخه لاس اخیستی او سولې پروسی سره یوځآی شوی دی.
یادولو وړ دی چی مخکې هم د بغلان ولسوالی مربوطاتو کې د ۲۸ تنو په شمیر دولت مسلح مخالفین وژل شوی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوی وو.
 


د مطلب کود: 187466

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187466/دولت-مسلح-مخالفینو-یو-۹-کسیزه-ډله-بغلان-پولیسو-ته-تسلیم-شو

آوا
  https://www.avapress.com