د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سمونوال نیازمحمد نیازمند، د بغلان ولایت پولیسو قومانده ددی خبری په تائید سره
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل، د دولت مسلح مخالفینو یو ۹ کسیزه ډله د خپل ۸ میل اسلحو سره بغلان پولیسو ته تسلیم شو.
هغه وایی، ددی ډلې مشر ګل باز د شیخ جلال او جرخشک کلیو څخه دی.
ښاغلی نیازمند وایی چی یاد ډله د هیواد نافذه قوانینو قبلولو او حقانیت پوهیدو سره د ورور وژنې او خرابکارانه اعمالو څخه لاس اخیستی او سولې پروسی سره یوځآی شوی دی.
یادولو وړ دی چی مخکې هم د بغلان ولسوالی مربوطاتو کې د ۲۸ تنو په شمیر دولت مسلح مخالفین وژل شوی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوی وو.