دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 52169
له غير مسئول وګړو سره دسولې شتون،دبغلان د ولايت د اندارب په ولسواليو كې د نا امني لامل دي
له غيرو مسئولو افرادو سره د وسلې شتون،د بغلان ولايت د اندارب د سيمې په درې ګونو (ده صلاح،بنو اوپل حصار)ولسواليو كې ددې لامل شوى چې هر وخت نا وخت،د غير مسئولو وسله والو ترمنځ د نښتو لامه لسګونو خلك ټپيان او وژل شوي.
نا امني پدې ولسواليو كې يوه له هغو ستونزو څخه ده چې د تيرو لس كلونو په ترڅ كې،دولتي امنيتي ځواكونوز څوڅو ځلي په دغو ولسواليو كې دناټو د ځواكونو په ګډون،له غير مسئولو وسله والو افرادو څخه رسمې دپاكولو په نيت نظامي عمليات كړي،خو د ناامنيو د لږيدلو په اړه هيڅ كومه لاسته راوړنه،نه ده لرلې.
دا په داسې حال كې دى چې د دوشنبې په ورځ ،د اندراب ده صلاح په ولسوالۍ كې ددوه كورنيو ترمنځ د وسله والې نښتې په ترڅ كې ۸تنه دښځو او ماشومانو په ګډون ټپيان شول.
دا اندراب دده صلاح د ولسوالۍ ولسوال((افغان غږ خبری آژانس))اژانس ته وويل:ددې دوه كورنيو ترمنځ نښته له يولړ لفظي تاويلي ماويلي څخه رامنځته شوه چې په پايله كې،له دوارو كورنيو څخه ۸ تنه،د دواړو لوريو د مرميو د ډزو په اثر تپيان شول،دوه نارينه،يوه ښځينه او ۵ ماشومان،ددې وسله والو نښتې د ټپيانو له ډلې څخه دى.
هغه همدارنګه زياته كړه:چې ډيري نښتې چې دخلكو ترمنځ پيښيږي او خلك پكې وژل كيږي او يا ټپيان كيږي،د ډيرو ستر ګوغړاند و مسايلو لامله پيښيږي چې حتى د لفظي تاويلې ماويلي ارزښت هم نلري.
دغه مسول مقام له غيرو مسئولو افرادو سره دوسلو شتون،د ناامنيو له عمده دلايلو څخه وګڼله او وئې ويل:په خواشنۍ سره بايد ووايم چې غير قانونئ وسلې،د اندراب د ولسواليو له خلكو سره ډيرې دي-تردې چې ښځې او نوي ځوانان بدې ولسواليو كې وسله وال دي.
دده صلاح د ولسوالۍ ولسوال همدارنګه وويل چې څوڅوځلي امنيتي ځواكونو د ايساف د ځواكونو په مرسته،د اندراب په ولسواليو كې،له غير مسئولو افرادو وسلو د راټولولو په نيت نظامي عمليات كړي،خو ددې ولسواليو دغرنيتوب له كبله بريالي نه وو.
دهغه په وينا:د نظامي عملياتو په بهير كې،غير مسئول وسله وال افراد غرونو ته تښتي او كله چې عمليات پاى ته ورسيږي،بيرته سيمې ته راستنيږي او د نا امنيو لامل كيږي.
په همدې حال كې،د بغلان د ولايت د پوليسو قومندان،مل پاسوال اسدالله((شيرزاد))ددې ولايت د اندراب په ولسواليو كې له غير مسئولو افرادو سره د وسلو شتون تائيد كړ،هفه وويل:نژدې يوكال وړاندې،د دولت له لورې نظامي عمليات پدې ولسواليو كظ پيل شوي وو او ديوې مودې لپاره پدې ولسواليو كې امنيت قايم ؤ،خو پدې وروستيو كې ليدل كيږي چې دغير مسئولو وسله والو افرادو شتون په ډيرو دغو ولسواليو كې د نا امنۍ لامل شوي دي.
دبغلان د ولايت د پوليسو قومندان څرګنده كړه:چې ددې ولايت مركزي حكومت تصميم نيولى څو ددې نا امني ګانو د مخنيوي لپارع،نه يوازې د اندراب په ولسواليو كې،پاكې ددې ولايت په ټولو ولسواليو كې نظامي عمليات په لار واچوي.
د ويلو وړده چې په تيرو لسوكلونو،دبغلان د ولايت د اندراب په درې ګونو و لسواليو كې،ددې ولايت له المن لروزنكو ولسواليو څخه وې،پداسې حال كې چې ىطالبان رويا د دولت نورې مخالفې ډلې پدې ولسواليو كې شتون نه لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcao6nm.49nui1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته