کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې طالبان څو امنیتی پوستو په نیولو سره خلګو کورونو ته اور اچولي دی

8 سرطان 1398 ساعت 11:54

غور ولایت کې سیمه ایز او امنیتی مسؤولین وایی چی طالبان ددی ولایت تولک ولسوالی کې سیمه ییز پاڅونوال پر پوستو باندی برید سره، ۷ تنه وژلی او ټپیان کړي، د دولت ځینو ملاتړ کوونکو کورونو ته اور ورپوری کړي او ۲ امنیتی پوستی د سیمه ییز پاڅونوالو څخه طالبانو کنترول ته ورغلی خو دشمن ته درانده تلفات اوښتی دی.



عبدالحی خطیبی د غور والی ویاند آوا خبرنګار ته وویل چی اخیرو څو ورځو کې ډیر شمیر مسلح طالبان د هرات چشت ولسوالی، بادغیس جوند ولسوالی او تولتک ولسوالی کې تجمع کړی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو په دی ډله ییز برید کې چی تولک ولسوالی مناره ګاوکش سیمه کې ترسره شوی، ۳ تنه سیمه ییز پاڅونوال شهید شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوی دی.
ښاغلی خطیبی زیاته کړه چی د سختو نښتو وروسته دا پوستی طالبانو کنترول ورغلي او سیمه ییز پاڅونوال د دولت ملاتړو سره ددی کلۍ څخه تیښته کړی دی.
خطیبی وویل: مسلح طالبان خالی کورونه د دولت ملاتړ کسانو دا اور ورپوری کړی دی.
په همدی حال کې، سید ضیا حسینی د غور ولایت آمر هم ددی پیښی په تایید سره وایی چی په دی نښته کې دشمن ته هم تلفات اوښتی خو دقیق شمیر یی تراوسه نه دی معلوم.
د هغه په وینا، په دی نښته کې یو پوسته د سیمه ییز پاڅونوال او یو پوسته د پولیسو دا طابانو کنترول ته ورغلی دی.
 


د مطلب کود: 187482

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187482/په-غور-کې-طالبان-څو-امنیتی-پوستو-نیولو-سره-خلګو-کورونو-ته-اور-اچولي-دی

آوا
  https://www.avapress.com