دخپریدو نیټه :شنبه ۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 187482
په غور کې طالبان څو امنیتی پوستو په نیولو سره خلګو کورونو ته اور اچولي دی
غور ولایت کې سیمه ایز او امنیتی مسؤولین وایی چی طالبان ددی ولایت تولک ولسوالی کې سیمه ییز پاڅونوال پر پوستو باندی برید سره، ۷ تنه وژلی او ټپیان کړي، د دولت ځینو ملاتړ کوونکو کورونو ته اور ورپوری کړي او ۲ امنیتی پوستی د سیمه ییز پاڅونوالو څخه طالبانو کنترول ته ورغلی خو دشمن ته درانده تلفات اوښتی دی.

عبدالحی خطیبی د غور والی ویاند افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی اخیرو څو ورځو کې ډیر شمیر مسلح طالبان د هرات چشت ولسوالی، بادغیس جوند ولسوالی او تولتک ولسوالی کې تجمع کړی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو په دی ډله ییز برید کې چی تولک ولسوالی مناره ګاوکش سیمه کې ترسره شوی، ۳ تنه سیمه ییز پاڅونوال شهید شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوی دی.
ښاغلی خطیبی زیاته کړه چی د سختو نښتو وروسته دا پوستی طالبانو کنترول ورغلي او سیمه ییز پاڅونوال د دولت ملاتړو سره ددی کلۍ څخه تیښته کړی دی.
خطیبی وویل: مسلح طالبان خالی کورونه د دولت ملاتړ کسانو دا اور ورپوری کړی دی.
په همدی حال کې، سید ضیا حسینی د غور ولایت آمر هم ددی پیښی په تایید سره وایی چی په دی نښته کې دشمن ته هم تلفات اوښتی خو دقیق شمیر یی تراوسه نه دی معلوم.
د هغه په وینا، په دی نښته کې یو پوسته د سیمه ییز پاڅونوال او یو پوسته د پولیسو دا طابانو کنترول ته ورغلی دی.
 
https://avapress.com/vdcfcedy0w6dcja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته