د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په تصفویوي عملیاتو کې وسلهوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکوي.
کورنیو چارو وزارت: سروبي ولسوالۍ کې ۲۰ وسلهوال طالبان وژل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سرطان 1398 ساعت 8:43
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په تصفویوي عملیاتو کې وسلهوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکوي.
د دې وزارت لهخوا پرون شنبې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو ترسره کړي او وخت یې نهدی ښودل شوی، شل طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
سروبي د امنیت له پلوه د کابل یوه مهمه ولسوالۍ بلل کېږي چې ډېر ځلي یې په امنیتي پوستو کې کابل ته په لاره موټرو کې د چاودیدونکو موادو د نیول کیدو راپورونه ورکول شوي دي
د مطلب کود: 187516