کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د څو قومندانانو په ګډون ۲۶ وسله وال وژل شوي

9 سرطان 1398 ساعت 9:47


کورنیو چارو وزارت وایي د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۸ طالب وسله وال، د مټاخان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسول ملایعقوب په ګډون په دې ولسوالۍ کې ۵ طالب وسله وال او دغه راز د پکتیکا د زیړوک ولسوالۍ په اړونده برخو کې د افغان ځانګړو ځواکونو د شپني عملیاتو پر مهال ۱۳ طالب ترهګر وژل شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې په دغو نښتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسایط سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلې دي
 


د مطلب کود: 187522

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187522/پکتیکا-کې-د-افغان-ځواکونو-عملیاتو-پر-مهال-څو-قومندانانو-په-ګډون-۲۶-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com