کورنیو چارو وزارت وایي د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۸ طالب وسله وال، د مټاخان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسول ملایعقوب په ګډون په دې ولسوالۍ کې ۵ طالب وسله وال او دغه راز د پکتیکا د زیړوک ولسوالۍ په اړونده برخو کې د افغان ځانګړو ځواکونو د شپني عملیاتو پر مهال ۱۳ طالب ترهګر وژل شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې په دغو نښتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسایط سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلې دي
خبر پاڼه زیاتوي چې په دغو نښتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسایط سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلې دي