د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د ملي اردو له روغتیایي مرکز څخه پرون د چنګاښ په ۸مه، ۴۲ د عالي طب ډاکټران فارغ شوي دي.
د ملي اردو له روغتیایي مرکز څخه ۴۲ د عالي طب ډاکټران فارغ شول
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سرطان 1398 ساعت 9:49
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د ملي اردو له روغتیایي مرکز څخه پرون د چنګاښ په ۸مه، ۴۲ د عالي طب ډاکټران فارغ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پآڼه کې ویل شوي چې دغو لسګونو تنو ډاکټرانو د تخصصي او مسلکي تعلیماتو تر بشپړولو وروسته، پرون د چنګاښ میاشتې په ۸ مه د هېواد د مسلح قوتونو د ستر درستیز په حضور کې د فراغت ورځ و نمانځله.
د ملي دفاع وزارت د بیان له مخې دغه ډاکټران د هېواد والو د درملني په موخه د ملي اردو اړونده روغتونو ته ور وپیژندل شول.
د مطلب کود: 187523