کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې امریکا سفیر: د ټاکنو نه مخکې باید سوله رامنځته شی

9 سرطان 1398 ساعت 17:39

په افغانستان کې د امریکا سفارت وایی، تر انتخاباتو وړاندې سوله باید وشی.



په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس له خبریالانو سره د وروستیو سیاسی معلوماتو د شریکولو په ناسته کې وویل، که څه هم انتخابات او سوله دواړه مهم دی، خو امریکا ته سوله لومړیتوب لری.
نوموړی وویل چې موږ باید هم مهاله پر دواړو کار وکړو، سوله موږ ته لومړیتوب لری، لکه څرنګه چې ما له ټولو سره خبرې کړی، هېڅ چا نه دی ویلی چې انتخابات دې وشی، خیر چې جګړه دوام ولری او خلک ووژل شی.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل چې واشنګټن په تمه دی چې د راروانې سپټمبر میاشتې مخکې د افغان سولې په اړه له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږی.
په ورته وخت کې ښاغلی جان بس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په قطر کې د اووم پړاو مذاکراتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې امریکا لا هم نه پوهېږی چې له دغې ډلې سره به یوې هوکړې ته ورسېږی که نه.
 


د مطلب کود: 187575

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187575/افغانستان-کې-امریکا-سفیر-د-ټاکنو-نه-مخکې-باید-سوله-رامنځته-شی

آوا
  https://www.avapress.com