کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښار یو ځل بیا درنې چاودنې ولړزاوه

10 سرطان 1398 ساعت 10:23

نن دوشنبه سهار د کابل ښار د شپاړسمې حوزې اړوند پل محمود خان سیمه کې چاودنه شوې، له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي.



د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پیښه مني او وایي چې، نن سهار شاوخوا ۸:۵۰ بجې د کابل ښار د شپاړسمې حوزې اړوند سیمه کې لومړی موټر بم چاودنه شوې او وروسته بریدګر یوې ودانۍ ته د ننه شوي چې، اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته دوام دوام لري.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، تردې دمه د پیښې له سیمې شاوخوا ۳۸ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د پیښې په اړه د بشپړو مالوماتو لپاره له مونږ سره پاتې شئ


د مطلب کود: 187592

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187592/کابل-ښار-یو-ځل-بیا-درنې-چاودنې-ولړزاوه

آوا
  https://www.avapress.com