د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پیښه مني او وایي چې، نن سهار شاوخوا ۸:۵۰ بجې د کابل ښار د شپاړسمې حوزې اړوند سیمه کې لومړی موټر بم چاودنه شوې او وروسته بریدګر یوې ودانۍ ته د ننه شوي چې، اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته دوام دوام لري.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، تردې دمه د پیښې له سیمې شاوخوا ۳۸ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د پیښې په اړه د بشپړو مالوماتو لپاره له مونږ سره پاتې شئ