د افغانستان په سوېل ختېځ پکتیا ولایت کې درې تنه ماین خښوونکي طالبان در خپل ماین ښکار شول.
په پکتیا کې درې تنه ماین خښوونکي طالبان خپل ماین ښکار شول
29 سرطان 1398 ساعت 15:05
د افغانستان په سوېل ختېځ پکتیا ولایت کې درې تنه ماین خښوونکي طالبان در خپل ماین ښکار شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې د پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کې درې ماین خښوونکي وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوی، چې ماین خښوونکو غوښتل د احمد اباد ولسوالۍ په افضل خېلو سیمه کې د سړک پر سر ماین خښ کړي، چې ماین پرې چاودلی او په پایله کې یې درې واړه وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، وژل شوي ماین خښوونکي د ترهګرو طالبانو د حکیم الله د ترهګریزې ډلې غړي وو.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 188650