د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې د پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کې درې ماین خښوونکي وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوی، چې ماین خښوونکو غوښتل د احمد اباد ولسوالۍ په افضل خېلو سیمه کې د سړک پر سر ماین خښ کړي، چې ماین پرې چاودلی او په پایله کې یې درې واړه وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، وژل شوي ماین خښوونکي د ترهګرو طالبانو د حکیم الله د ترهګریزې ډلې غړي وو.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.