کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: پکتیکا کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي چې بهرني اتباع هم پکې شامل دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 اسد 1398 ساعت 16:03

د ملي امنیت ریاست ځواکونو ځانګړې قطعې د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړی چې په ترڅ کې ېې د دغې ډلې ‍د دوو مهمو قومندانانو په شمول ۱۳ جنګیالي وژل شوي دي.



د ملي امنیت لوی ریاست مطبوعاتي څانګې د راپور له مخې، د یوسف خیلو ولسوالۍ اړوند په خیربین سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات ترسره کړی چې په پایله کې یې د دغې ډلې د دوو مهمو قومندانانو په شمول ۱۳ جنګیالي وژل شوي چې له دې جملې یو تن یې بهرنی اتباع دی.
د خبرپاڼې له قوله، په عملیاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په وژل شویو کسانو کې د پکتیکا ولایت مرکز شرنې لپاره د طالبانو نومول شوي نظامي مسؤل قاري خالد، استخباراتي مسؤل ثناالله او مشهور قومندان قاري غیرت او دغه ولایت د متاخان ولسوالۍ لپاره د دغې ډلې د نومول شوي مسؤل ورور ضیاالحق شامل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 189041

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189041/چارواکي-پکتیکا-کې-۱۳-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي-چې-بهرني-اتباع-هم-پکې-شامل-دي

آوا
  https://www.avapress.com