دخپریدو نیټه :شنبه ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 189041
چارواکي: پکتیکا کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي چې بهرني اتباع هم پکې شامل دي
د ملي امنیت ریاست ځواکونو ځانګړې قطعې د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړی چې په ترڅ کې ېې د دغې ډلې ‍د دوو مهمو قومندانانو په شمول ۱۳ جنګیالي وژل شوي دي.

د ملي امنیت لوی ریاست مطبوعاتي څانګې د راپور له مخې، د یوسف خیلو ولسوالۍ اړوند په خیربین سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات ترسره کړی چې په پایله کې یې د دغې ډلې د دوو مهمو قومندانانو په شمول ۱۳ جنګیالي وژل شوي چې له دې جملې یو تن یې بهرنی اتباع دی.
د خبرپاڼې له قوله، په عملیاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په وژل شویو کسانو کې د پکتیکا ولایت مرکز شرنې لپاره د طالبانو نومول شوي نظامي مسؤل قاري خالد، استخباراتي مسؤل ثناالله او مشهور قومندان قاري غیرت او دغه ولایت د متاخان ولسوالۍ لپاره د دغې ډلې د نومول شوي مسؤل ورور ضیاالحق شامل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci53azzt1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته